کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روسي رسنیو ویلي، چې دغه هېواد په اوکراین کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره واشنګټن ته د اوربند راوستو لپاره د شرایطو لېست وړاندې کړی.
رویټرز خبري آژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله ویلي، لا څرګنده نه ده چې روسیې ولسمشر پوتین به په جدي توګه د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
رویټرز خبري آژانس زیاته کړې، امریکا ته د روسیې له لوري وړاندې شویو شرایطو کې د روسیې له لوري ټینګار شوی چې کیف لپاره د ناټو غړیتوب باید ورنه کړل شي.
آژانس وايي، مسکو په غوښتنو کې دا هم ویل شوي، چې کیف کې باید بهرني ځواکونه نور شتون ونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې روسي او امریکایي چارواکو له تېرو دریو اونیو راهیسې د ناستو له لارې اوکراین کې د جګړې پای لپاره پر شرایطو خبرې کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/