معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیې د اوکراین پر یو شمېر ښارونو بیا بریدونه کړي

روسیې د اوکراین پر یو شمېر ښارونو بیا بریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۰مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې روسي ځواکونو یو ځل بیا دکییف په ګډون پر یو شمېر لویو ښارونو بریدونه ترسره کړي دي.
رسنۍ وایي، چې ښایي د دغو بریدونو له امله مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي وي، خو د کره شمېر پۀ اړه یې څۀ نۀ دي ویلي.
د کییف والي سیرهي پوپکو نن پر ټلګرام لیکلي، چې د پلازمېنې د هوايي مدافعې سیستم د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې د ډرون پراخ بریدونه شنډ کړل.
د نوموړي په خبره، چې پر کییف هوايي بریدونو شاوخوا درې ساعته دوام وکړ.
پوپکو زیاته کړې، چې په تېرو اتلسو ورځو کې دا پر کییف د روسیې لومړۍ حمله وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس