معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روسیې له افغان او پاکستاني لوري د زغم غوښتنه کړې

روسیې له افغان او پاکستاني لوري د زغم غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغان او پاکستاني لوري غوښتي، چې له زغمه کار واخلي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، مسکو د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ ته اندېښنه لري.

مسکو وروسته له هغې دغه اندېښنه ښودلې، چې تېره ورځ افغان پوله ساتو ځواکونو د ډیورڼد فرضي کرښې بلې غاړي ته د شریرو کړیو او د هغوی د ملاتړو پټنځایونه په نښه کړل.

د افغان ځواکونو له لوري دغه انتقامي بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول، چې د پاکستان هوایي ځواک د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې پر ملګي وګړو بمباري وکړه او ۴۶تنه ملکیان یې شهیدان او ۶تنه نور یې ټپیان کړل.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس