کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې فدراتیف شورا د نړیوالو چارو د کمېټې مشر له افغان حکومت سره د خبرو پر دوام ټینګار کړی.
د روسي چارواکي دغه څرګندونې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د منځنۍ آسیا د سیمه ییز امنیت په اړه جوړه شوې غونډه کې کړي.
هغه ټینګار کړی چې په منځنۍ آسیا کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره له سرپرست حکومت سر خبرې اړینې دي.
په ورته مهال د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، د تاجکستان او روسیې د پارلمانونو ترمنځ غونډه تر ډېره د افغانستان پر مسلې متمرکزه ده.
د ټاس خبري آژانس د راپور له مخې، صادق امامي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره سوله ییزې خبرې – اترې د افغانستان د ثبات تضمین دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/