معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / روغتیا سازمان افغانستان کې د مرستې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

روغتیا سازمان افغانستان کې د مرستې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۳۰  نېټه):

د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ۱۳ میلیونه وګړي، د خوړو د نه خوندیتوب له بېړني یا بحراني حالت سره مخ دي.

تیدروس اډهانوم ګیبریسیوس په دغو څرګندونو کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې نږدې یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته او ۲،۳ میلیونه نور یې د خوارځواکۍ له منځنۍ کچې سره مخامخ دي.

نوموړی زیاتوی، دې ته په پام چې د معافیت سېسټمونه کمزوري شوي او خلک له سخت ژمي سره مخ دي، نو د دې خطر زیات دی چې دوی به د ساري ناروغیو له امله مړه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، چې دوی ۱۸۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، څو په افغانستان کې له روغتونونو سره د درملو او په نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس