معماری
خانه / ګهیځ نیوز / روغتیا سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو لپاره د خپلو هڅو له ګړندي کېدو خبر ورکوي

روغتیا سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو لپاره د خپلو هڅو له ګړندي کېدو خبر ورکوي

پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړيوالو شريکانو او مرستندويو ادارو په مرسته يې افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو هڅې ګړندۍ کړې دي.
دغه سازمان وايي چې روان کال د طبيعي پېښو له کبله په زرګونو افغان کورنۍ بېځايه شوې چې له کبله یې پکې د ساري ناروغيو خپرېدو ته زمینه برابر شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، له دې ټولو سره سره دوی د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول جاري ساتلي او په لړ کې يې د مخنيوي وړ ناروغيو د کنټرول لپاره د واکسيناسيون کمپاينونه ترسره کړي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان په يوه راپور کې د ژمي لپاره د خپلو تياريو خبر هم ورکړی او ويلي یې دي چې له خپلو شريکانو یې د ژوند ژغورنې ژمنيو چارو ته لس ميليونه ډالره ترلاسه کړي دي. دې ادارې زياته کړې چې په دغو پيسو به د ژمي په اوږدو کې ۱.۱ ميليونه افغانانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
د روغتيا نړيوال سازمان لرې پرتو سيمو ته د ۳۶۹ ټنه بېړنيو روغتيايي مرستو د استولو ډاډ هم ورکړی او ويلي يې دي چې که دغو سيمو ته غځېدلې لارې وتړل شي نو دوی به هلته له زيرمه شويو روغتيايي توکو استفاده وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس