پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: د روغتیا نړیوال سازمان وایی چې د نړیوالو شریکانو او مرستندویو ادارو په مرسته یې افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو هڅې ګړندۍ کړې دی.
دغه سازمان وایی چې روان کال د طبیعی پېښو له کبله په زرګونو افغان کورنۍ بېځایه شوې چې له کبله یې پکې د ساری ناروغیو خپرېدو ته زمینه برابر شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، له دې ټولو سره سره دوی د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول جاری ساتلی او په لړ کې یې د مخنیوی وړ ناروغیو د کنټرول لپاره د واکسیناسیون کمپاینونه ترسره کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې د ژمی لپاره د خپلو تیاریو خبر هم ورکړی او ویلی یې دی چې له خپلو شریکانو یې د ژوند ژغورنې ژمنیو چارو ته لس میلیونه ډالره ترلاسه کړی دی. دې ادارې زیاته کړې چې په دغو پیسو به د ژمی په اوږدو کې ۱.۱ میلیونه افغانانو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې شی.
د روغتیا نړیوال سازمان لرې پرتو سیمو ته د ۳۶۹ ټنه بېړنیو روغتیایی مرستو د استولو ډاډ هم ورکړی او ویلی یې دی چې که دغو سیمو ته غځېدلې لارې وتړل شی نو دوی به هلته له زیرمه شویو روغتیایی توکو استفاده وکړی.
گهیځ