کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې افغانستان ته یې ۲۰ ټنه درمل او روغتیايي تجهیزات استولي دي.
یاد سازمان زیاته کړې، چې دا روغتیايي مرستې د هېواد پنځو شمالي ولایتونو کې ۱۱ روغتیايي مرکزونو او ۱۲ روغتونونو ته ورکړل شوې دي.
دغه سازمان همدا راز ویلي، چې دا درمل او روغتیايي توکي به د څلور زرو ناروغانو لپاره بسنه وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/