کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي۵ نېټه):
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې د رومانیا پولیسو ۳۰ تنه افغانان دغه هېواد ته د ناقانونه ورتلو له امله نیولي او بېرته یې بلغاریا ته استولي دي.
رومانیایۍ رسنیو ویلي، چې دا افغانان له بلغاریا ور اوښتي وو او اکثره یې تر ۱۸ کلونو کم عمره وو.
د خبر له مخې د دوی د قاچاق په تور یو بلغاریایي تبعه هم نیول شوی دی.
ځایي پولیسو ویلي، چې دغو افغانانو هېڅ ډول سندونه نه درلودل او ویل يې چې د افغانستان اوسېدونکي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/