معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ریال ماډرېډ د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتلولي خپله کړه

ریال ماډرېډ د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتلولي خپله کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپا فوټبال اتلانو لیګ سیالیو په پایلوبه کې د اسپانیا ریال ماډرېډ لوبډلې د جرمني د بروسیا ډورټمنډ فوټبال لوبډلې ته دوه پر صفر(۲ـ۰) ماتې ورکړه او د ۱۵ ځل لپاره یې د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتلولي خپله کړه.

ریال ماډرېډ لوبډلې په نیمه پای‌ لوبه کې د جرمني بایرن مونیخ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای‌ لوبې ته لار پیدا کړې وه او ډورټمنډ بیا په نیمه پایلوبه‌ کې د فرانسې پاریس سنټ جرمن لوبډلې ته ماتې وکړې وه، یاده لوبډله په دې بریالۍ نشوه، چې د دوهم ځل د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتلولي خپله کړي. د یادولو وړ ده، چې بروسیا ډورټمنډ یوازې یو ځل دغه اتلولي ګټلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس