کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۰ مه نېټه):
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د اسلامي هېوادونو یو شمېر استازیو “په اسلام کې ښځې” په نوم د یوې ناستې پر مهال له سرپرست افغان حکومته غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې صادر شوي فرمانونه بېرته واخلي.
امیري د اسلامي هېوادونو د استازیو له قوله پر ټویټر لیکلي، چې “د اسلام دین د ښځو ځپل” نه مني.
“په اسلام کې ښځې” په نوم ناسته د ښځو نړیوالې ورځې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو له لوري ترسره شوه او د دې ناستې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کوله.
رینا امیري خپل ټویټ کې دا هم ویلي، چې افغان قاضیانې له همکارۍ کولو څخه باید هېرې نشي.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې افغانستان کې د نجونو پر مخ لوړې زده کړې او کار باندې د سرپرست افغان حکومت بندیزونو ګڼ غبرګونونه راپارولي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/