معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې دوه ښونځیو ته ملحقات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

زابل کې دوه ښونځیو ته ملحقات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د UNDP برنامې په مالي ملاتړ او د افغان پرمختیایي موسسې له لوري د مرکز کلات اړوند چهل دختران او سلطان ملخي توخي ښونځیو ته ملحقات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د خبر له مخې پر دې پروژو نږدې ۲۰ زره ۲۵۰ امریکایي ډالره لګښت راغلی، چې تېره ورځ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د مسوولینو په خبره اوس ۴ زره ماشومان ګټه ترې پورته کړي.
دغه ملحقاتو کې دوه سيټه تشنابونه، د اوبو سیستم، برق او د لاس وینځلو ځانګړي ډاشونه شامل دي، چې د ۳ میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس