معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زرنج ښار کې د ځایي صرافانو په مالي لګښت د ۶ لکه ۸۰ زره افغانیو په ارزښت یوه فلکه جوړیږي

زرنج ښار کې د ځایي صرافانو په مالي لګښت د ۶ لکه ۸۰ زره افغانیو په ارزښت یوه فلکه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نیمروز ولایت زرنج ښاروالۍ چارواکو ويلي، چې په زرنج ښار کې د صرافانو د اتحادیې په مالي مرستې سره د صرافانو د چوک کار د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.
د زرنج ښاروالۍ ویلي، د صرافانو د اتحادیې په مالي مرستې د صرافانو څلورلارې فلکه د ښار د ښکلا په موخه د ۶۸۰ زره افغانیو په ارزښت جوړیږي.
ياده فلکه چې ۶ متره لوړوالى، ۲.۵ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره پلنوالی لري، چارې به یې د دوه اونیو په موده کې بشپړې شي.
د نيمروز د صرافانو د اتحاديې مسوول نوراحمد نورزي په دغو مراسمو کې ویلي، چې د دې ولايت صرافانو د خپلې همکارۍ د څرګندولو او د ښار په ښکلا کې د ګډون په موخه پرېکړه وکړه، چې د یادې فلکې مالي لګښت په غاړه واخلي.
دوی مسوولینو ته په ورته نورو برخو کې هم د مالي همکارۍ ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس