کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې افغانان باید د خپلې خاورې د دفاع لپاره امنیتي تاسیسات او پوستې ولري.
خلیلزاد د تورخم وروستیو جنجالونو ته په اشارې خپل اېکس کې لیکلي، د نښتو اصلي لامل دا دی، چې پاکستان هڅه کوي افغانستان د نویو امنیتي پوستو او تاسیساتو له جوړولو او د موجودو پوستو له پیاوړتیا راوګرځوي، خو که پاکستان په خپله غاړه پوستې لري، ولې افغانستان دا حق نه لري؟
نوموړي زیاته کړې، هر هېواد باید د خپلو پولو امنیت خوندي وساتي او دا د افغانستان طبیعي حق دی، چې خپلې پولې محفوظې وساتي.
شنونکي وايي، د تورخم نښتې د پاکستان له لوري د سیاسي فشار هڅه ده، خو خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته باید پاکستان درناوی وکړي.
تورخم کې له تېرو نږدې شلو ورځو راهیسې افغان لوري ته د تاسیساتو جوړولو له امله پاکستاني لوري دروازه تړلې او څو وار په کې د دواړو لورو ترمنځ درنې نښتې هم وشوې.
ګهیځ نیوز ته ځایي سرچینو ویلي، چې تورخم دروازه کې اوس هم وضعیت نظامي دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/