معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زلمي خلیلزاد کابل کې له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کړي

زلمي خلیلزاد کابل کې له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زلمي خلیلزاد کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره جلا – جلا لیدنې ترسره کړې دي.

د دغو لیدنو پرمهال د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر ښه‌ والي او په سیمه‌ ییزو مسایلو په اړه خبرې شوي.

د افغان حکومت چارواکو هم له نوموړي سره په ناستو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه مداخلې او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

افغان لوري ویلي، دوی له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي او د سیمې په ثبات کې رغنده رول لوبول غواړي.

د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح‌ الله مجاهد هم ویلي، چې افغانستان ته د امریکایي پلاوي سفر د دواړو لوریو ترمنځ د باور جوړونې او د ګډو اندېښنو کمولو لپاره ارزښتمند دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د اوسني حکومت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی وار دی، چې امریکایي پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

تر دې وړاندې ټرمپ افغانستان کې د خپلو پاتې شویو وسلو، دلته پر بندي امریکایي وګړو او د بګرام هوایي ډګر پر ارزښت تندې څرګندونې هم کړې وې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس