پدې وروستیو کې داسې ښکاري لکه پر افغانانو چې له هرې خوا سور اور را ورېږي، لکه چې وینو یوې خواته په کور دننه د ژمي د ساړه فصل په رارسېدو سره له ګڼو ستونزو او نا خوالو سره لاس او ګرېوان دي، د لومړنیو موادو ګراني او وزګارتیا پر دې سر بېره بله ستونزه ده.
بل اړخ ته له هېواد نه بهر د دنیا په ګوټ ګوټ کې خواره واره افغانان دي چې د مسافرۍ او بې کورۍ په حالت کې له مال او ملک څخه لرې مري او یا هم ډله ډله، ښځې، نران او آن تنکي ماشومان کله په زنځیرونو او کله په پړیو تړل کېږي او د هېوادونو د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا د قربانۍ د څاروي په څېر نامعلومو لوریو ته لېږدول کېږي.
پدې وروستیو کې په رسمي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه او انځورونه خپاره شول چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې یو شمېر بې وزلي افغانان چې عمرونه یې مختلف دي، د څارویو په څېر په یوه رسۍ په ګډه تړل شوي او نا معلوم لوري ته لېږدول کېږي.
دا ډول ویډیو ګانې او تصویرونه، پر هغه رسمي راپورونو سربېره دي چې وایي پدې وروستیو کې د پاکستان په مختلفو ښارونو په تېره بیا کراچۍ کې په سل هاوو هغه افغان کډوال د پولیسو له خوا د سفري اسنادو د نه درلودلو په تور نیول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي او بده یې هم لا دا چې ګڼ شمېر یې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد هم په لاس کې لري.
هغه کیسې او داستانونه چې د تورخم او سپین بولدک په سرحدي بندرونو کې د قانوني اسنادو درلودونکو افغانانو سره پېښېږي او آن سیمه ییزې او نړیوالې رسنۍ پرې خبرونه او تبصرې خپروي، یوه بله غمېزه ده چې شاید هېڅ با درکه او با درده افغان یې ونشي زغملای.
همدا راز زمونږ په لویدیز ګاونډ کې له پراته ایران نه هم دې ته ورته او آن کله تر دې د ډېر ناوړه چلند راپورونه تر لاسه کېږي، له مظلومو او جګړه ځپلیو افغانانو سره زمونږ د ایراني مسلمانو وروڼو چلند خو دا څو لسیزې د رسنیو او را ستنو شویو کډوالو له خولې دومره تریخ او نا سم دی، چې کله نا کله یې یوازې اورېدل هم د زمري زړه غواړي.
له افغان بې سر پناه کډوالو سره د نورو لیرې او نژدې ملکونو د پولیسو چلند؛ لکه: د ترکیې د مسلمان هېواد یا هم اروپایي هېوادونو، هېڅ د پوښتنې وړ ندی او هغه څه چې پدې تړاو یوازې د رسنیزو راپورونو څخه تر لاسه کېږي دومره ترخه او زړه بوږنونکي دي چې مه کوه پوښتنه.
لنډه یې دا چې نن پر افغان وګړو دا ارت جهان تنګ دی، نه په خپل کور کې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو او په آرام سره له خپل کور او کهول سره د هغې د خوړلو پوره او سم امکانات ورته برابر دي او نه هم چېرته په بهرنیو هېوادو کې ورته د سرپناه او یوه با عزته ژوند ډېر چانس مساعد دی.
د پښتو ژبې مشهور متل دی چې بده ورځ ورور نه لري! نن پر افغان ولس همداسې بده ورځ راغلې او دا ځکه چې مونږ ته یوې خواته په تېرو څو پرله پسې لسیزو کې د “جمهوریت” په نامه درواغجن خوبونه را ولیدل شول، د شوروي د کمونیستي یرغل تر ماتولو وروسته، د امریکایي تور یرغل تر سیورې لاندې افغانان ووژل شول او کورونه یې ور وران شول، بل خواته په هېواد کې د بنسټیز او رغنیز کار پر ځای ولس د لویدیځوالو او آن د چم،ګاونډ د مغرضو او خدای نا ترسه واکمنو کړیو د دسیسو او توطیو ښکار شول.
پدې ترڅ کې پاکستان او ایران زمونږ دوه هغه مسلمان ګاونډي هېوادونه دي چې له یوه اړخه زمونږ سره خواخوږي کوي او زمونږ پر وضعیت د درواغجنو اوښکو په تویولو سره دلته خپل شوم او پلیت اغراض پالي او بل خوا بیا څه په نړیوال ستیژ او څه هم په کور دننه پر افغان ولس او افغان خاوره د هېڅ ډول زور زیاتي او منفعت پالنې څخه ډډه نه کوي.
په تېرو پرله پسې څو لسیزو کې که یوې خواته مظلوم افغانان د بهرنیو سترو ځواکونو؛ لکه: شوروي او امریکا سره ډغرې ووهلې او د هغوی پوځي او سیاسي یرغلونه یې په شا وتمبول، متأسفانه بل خواته زمونږ همدې دواړو مسلمانو ګاونډیو له شا په خنجر وهلي یو او له کافر دښمن سره یې زمونږ پر خلاف دسیسې او توطیې جوړې کړې دي.
اوس هم چې یوې خواته خوار افغان ولس په کور د ننه له ګڼو ستونزو او نا خوالو سره مخ دی او بل اړخ ته په نړیوال ستیژ د افغانانو سمه او پر حقه استازولي نشي کېدای، زمونږ دواړه مسلمان ګاونډیان او آن د سیمي ځیني اسلامي هېوادونه، له خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو سره دوه مخی او منافقانه چلند کوي او له هر فرصت او چانس نه په استفادې د خوارو او ځپل شویو افغانانو پر زخمونو مالګه دوړوي.
ځکه خو زمونږ دواړه مسلمان!!! ګاونډیان باید دا هم هېر نکړي چې د پښتو ژبې مشهور متل په مصداق” وار کله د ابۍ وي کله د ابا !!”، دا حالات به تل داسې نه پاتې کېږي او داسې ورځ به هم راشي چې زمونږ دواړه مسلمان !! ګاونډیان مونږ ته له ورته برخلیک سره مخ وي، داسې لکه آثار او علایم یې چې په دواړو ګاونډیو هېوادو کې را څرګند شوي او شاید مونږ ته له ورته برخلیک سره مخ شي!