معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سبا د افغانستان بانک ۲۰ میلیونه ډالره لیلاموي

سبا د افغانستان بانک ۲۰ میلیونه ډالره لیلاموي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا د سې شنبې په ورځ ۲۰ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان مرکزي بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د داوطلبۍ ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس