معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سبا د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیلیږي

سبا د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولینو ویلي، چې د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ پیل شي.

د خبر پر بنسټ دغه لوبې به د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې په جمنازیوم کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د فوټبال فدراسیون د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، د دې لیګ په لومړي ګروپ کې شمس، اریا فورس، زیتون، اتحاد هرات، برادران خواجه‌ زاده او په دوهم ګروپ کې ظاهر اسد، صداقت، جوانان میهن، سعادت نیمروز او پنجشیر لوبډل یو له بل سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ سږکال په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته هم لار موندلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس