معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سره صلیب افغانستان کې بد اقتصادي وضعیت له امله د ميلیونونو کورنیو د اغېزمن کېدو خبر ورکړی

سره صلیب افغانستان کې بد اقتصادي وضعیت له امله د ميلیونونو کورنیو د اغېزمن کېدو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې په افغانستان کې د روان بد اقتصادي وضعیت له امله په ميلیونونو کورنیو ناوړه اغېز کړی.
د دغې ادارې عمومي دفتر پرون پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د کاري فرصتونو کموالي د کورنیو اقتصادي وضعیت کمزوری کړی، چې له امله یې ډېری خلک اوس نه شي کولي، څو د خوړو په څېر خپل لومړني ضروري شیان وپېري.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، دغه کسان نور ملاتړ ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو ویلي چې روان زېږدیز کال به په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او ۳ سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس