معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سره میاشت وایي، له افغانستان سره د مرستو دوام او زیاتولو ته اړتیا ده

سره میاشت وایي، له افغانستان سره د مرستو دوام او زیاتولو ته اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغاني سرې میاشتې سرپرست د سعودي عربستان د سرې میاشتې له رییس جلال العویسي سره په کتنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د مرستو دوام او زیاتولو ته اړتیا ده.
د خبر پر بنسټ، نوموړي د سعودي عربستان په جده ښار کې د ملي ټولنو د پنځمې مشورتي غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان د سرې میاشتې له رییس جلال العویسی سره په کتنه کې د ګرځنده روغتيايي مرکزونو او امبولانسونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې له افغانستان سره د مرستو دوام او زیاتولو ته اړتیا ده.
په ورته مهال دې کتنه کې د سعودي عربستان د سرې میاشتې رییس ژمنه کړې، چې د ملک سلمان خېریه بنسټ له لارې به له افغاني سرې میاشتې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د لا زیاتوالي لپاره به یې هڅې وکړي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس