کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۸ نېټه):
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، تېره ورځ یې کابل کې څلورو روغتونونو ته په زړه سوري ۱۸ ماشومان د عملیات او درملنې لپاره ورمعرفي کړي دي.
د دې ټولنې مسوولینو ویلي، چې دا ماشومان د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي، چې د درملنې لګښت یې د سرې میاشتې لخوا ورکول کیږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په زړه سوري د هر ماشوم په درملنه له ۸ سوه امریکايي ډالرو نیولې تر ۲ زره امریکايي ډالرو لګښت راځي. تېره اونۍ هم دې ټولنې ۱۸ په زړه سوري ماشومان کابل کې یو شمېر روغتونونو ته درملنې او عملیات لپاره معرفي کړي وو.
افغاني سره میاشت د نورو فعالیتونو ترڅنګ په زړه سوري، د شدیدو سوځېدونکو او د هډوکو پر ناروغۍ د روږدو ماشومانو په کور دننه او بهر ته د تللو اړ درملنې چارې په خپل لګښت ترسره کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/