معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست افغان حکومت د ملګرو ملتونو پر وروستۍ اعلامیې غبرګون ښودلی

سرپرست افغان حکومت د ملګرو ملتونو پر وروستۍ اعلامیې غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۳ نېټه):
وروسته تر هغې چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د یوې اعلاميې په خپرولو سره په ښځینه کارکوونکو د لګېدلو محدوديتونو له امله د بشري وضعيت د ټولو عواقبو مسوول يې سرپرست افغان حکومت بللی و، د حکومت مرکزي ویاند یې په اړه غبرګون ښودلی.
دوی ویلي، نه غواړي چې ملګرو ملتونو ته خنډونه ايجاد کړي، بلکې واضح کول غواړي چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چاته هېڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.
د دوی په وینا دا پريکړه په دې معنا هم نه ده چې دلته تبعيضي چلند کيږي، یا د ملګرو ملتونو فعالیت ته خندونه جوړیږي، بلکې په خبره یې دوی د خپلو ټولو وګړو ديني، کلتوري اوعليا مصالح په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمنتیا لري.
د مرکزي حکومت ویاند پر دوی د فشارونو او بندیزونو پر لګېدو هم نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اوسنی بحرانی بشري وضعیت د همدې بندیزونو او فشارونو له کبله رامنځته شوی دی.
تر یو څۀ ځنډ وروسته یو وار بیا د ښځینه کارکوونکو پر سر د بهرنیو مرستندویه موسسو او سرپرست افغان حکومت د چارواکو ترمنځ اختلافات ټوکېدلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس