معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست افغان حکومت د مېرمنو د کار په اړه یو نوی لارښود جوړوي

سرپرست افغان حکومت د مېرمنو د کار په اړه یو نوی لارښود جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت یو شمېر وزیرانو د ملګرو ملتونو جګپوړي چارواکي مارټین ګرېفېتس ته ویلي، دوی په پلان کې لري چې ښځو ته د بشري مرستو رسولو په ځینو فعالیتونو کې د کار اجازې د ورکړې په اړه یو نوی لارښود جوړ کړي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېتس ویلي، که څه هم تر اوسه په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز صادر شوی فرمان نه دی لغوه شوی، خو په پلازمېنه کابل کې یې د کتنو پر مهال له بېلابېلو وزیرانو هڅوونکی ځواب ترلاسه کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، افغانې ښځې د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لري او اندېښنه دا ده چې د دوی پر کار بندیز به بېړني ژوند ژغورونکي فعالیتونه له خطر سره مخامخ کړي.
تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو په غیر رسمي بڼه ګهیځ ته تایید کړې وه چې په یو شمېر نادولتي موسسو کې د اسلامي حدودو په رعایت سره مېرمنو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس