کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نوي مالي کال له پېلېدو څه باندې دوه میاشتې وروسته، سرپرست افغان حکومت وایي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودیجه توشیح شوې ده.
د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، دغه بودیجه په نږدې راتلونکې کې عملي کیږي، چې د ادارو بودیجه به هم په کې ولېږدول شي.
تر اوسه سرپرست افغان حکومت د نوي مالي د عادي او پراختیایي بودیجې د څومره والي په تړاو جزیات نه دي خپاره کړي.
په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۲ سوه ۳۱ میلیارده افغانۍ د عادي او پراختیایي بودیجې لپاره په پام کې نیول شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/