معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست حکومت له ایرانه غوښتي، چې افغان بندیان دې دوی ته وسپاري

سرپرست حکومت له ایرانه غوښتي، چې افغان بندیان دې دوی ته وسپاري

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په ایران کې د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره لیدلي دي.
د اقتصادي معاونیت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې په دې لیدنه کې اقتصادي مرستیال ویلي، چې د ایران دولت تل په سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی کړی او دمګړۍ د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.
نوموړي همدارنګه د ایران د کورنیو چارو له وزیره غوښتي، چې د بېلابېلو سپکو جرمونو په تور افغان بندیان آزاد او نور بندیان سرپرست حکومت ته وسپاري.
اقتصادي معاونیت پر خپلې ټویټر پاڼې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحيدي پر حواله لیکلي، چې اوس تر ټولو ښه فرصت برابر شوی څو ایران او افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې له شته فرصتونو په ښه توګه ګټه پورته کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس