معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سرپرست حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر مشرانو یې بندیزونه ختم کړي

سرپرست حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر مشرانو یې بندیزونه ختم کړي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۸):
د افغان حکومت ویاند د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د بندیزونو یو کلن معافیت په غبرګون کې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان پر اوسني حکومت د بندیزونو له لګولو لاس واخلي.
د نوموړي په خبره اوس د دې وخت رارسېدلی چې له افغان حکومت سره شته ستونزې او مشکلات د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.
تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه ‌لیک تصویب کړی چې له مخې یې د افغان حکومت او دوی پورې د اړوندو بنسټونو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د معافیت موده تر راتلونکي یوه کاله نور هم وغځوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دغه نوې پرېکړه لیک مادې په کره توګه وڅېړي او تمه ده چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ملاتړ لپاره هم ځيني اصلاحات په کې راوستل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس