کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۲ مه نېټه):
وروسته له هغې چې پاکستاني چارواکو د خپلو امنیتي ستونزو پړې ډېره برخه پر افغان کډوالو واچوله، چې د همدې تور له امله یې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې او آن په زندانونو کې د یې د یو شمېر افغانانو د وژنو خبرونه خپاره شول، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست افغان حکومت ویاند ویلي، افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري.
نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند د منلو نه دی او دغه هېواد باید په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
نوموړي زیاته کړې، تر هغه چې افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستان څخه راوځي، یاد هېواد دې زغم ولري.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/