معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپل کې د تېلو د استخراج ۲۳مه څاه پرانيستل شوه

سرپل کې د تېلو د استخراج ۲۳مه څاه پرانيستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آفچین کمپنۍ مسوولینو په سرپل ولایت کې د قشقري سیمې د ۲۳م نمبر د تېلو استخراج څاه د پرانیستلو خبر ورکړی.

د آفچین کمپنۍ د عامه اړیکو مسوول ویلي، د قشقري څاه ګانو د تېلو د استخراج د چټکولو او ظرفیت لوړولو په موخه د چین او قزاقستان هېوادونو څخه ۲۰۰ موټره نوي تجهیزات او ماشينونه را انتقالوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د قشقري ٢٣م نمبر څاه په پرانیستلو سره به د دغې سیمې د تېلو استخراج کچه لوړه شي او ډېر ژر به د آق دریا او زمرد سای سیمو د تېلو استخراج پيل شي.

د یادونې وړده، چې تر اوسه ۷۹ موټره نوې تجهیزات قشقري سیمې ته رسېدلي او تمه ده چې د ټولو وسایلو له رسېدو سره به په آمو دریا سیمه کې د تیلو د استخراج سرعت او ظرفیت لوړ شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس