معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپل کې د نفتو له اتو نورو څاګانو د تېلو استخراج چارې پیل شوې

سرپل کې د نفتو له اتو نورو څاګانو د تېلو استخراج چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال نن په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له اتو نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه.

د راپور پر بنسټ، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دی نن يې په سرپل کې د یوې مهمې پروژې د پرانیستې وکړه، چې لومړۍ ګټه به یې د همدغه ولایت اوسېدونکو ته ورسیږي.

د نوموړي په خبره، د دې مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل ولایت کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معیاري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي، چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر او د هېواد په اقتصادي وده او د عواید په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي.

د آمو نفتي حوزې د اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې په ورځني ډول ۸ سوه متره مکعب زیاتوالی راشي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس