کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې ریاست مسلکي پلاوي د سرپل ولایت په مرکز، ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو کې پنځه لرغونې سیمې د یاد ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ سروې او پېژندلې دي.
د خبر پربنسټ د لرغون پوهنې رییس ويلي، چې په یادو سیمو کې لرغونی او تاریخي جومات، سمڅې او غونډۍ شاملې دي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یادې لرغونې او تاریخي سیمې په اسلامي او له اسلام څخه وړاندې دورو پورې تړاو لري.
نوموړي زیاته کړې چې په پام کې ده، څو د هېواد په نورو ولایتونو کې د لرغونو سیمو سروې ته دوام ورکړي، نوې سیمې کشف او له تخریب او غصب څخه یې وژغوري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/