معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرې میاشتې یوه اونۍ کې د سترګو څه باندې ۸ زره ناروغانو وړیا درملنه کړې

سرې میاشتې یوه اونۍ کې د سترګو څه باندې ۸ زره ناروغانو وړیا درملنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې د ځینو مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته یې کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو د څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.

د مسوولینو په خبره په یادو ناروغانو کې د ۸۰۰ هغو یې جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.

یو شمېر هغو ناروغانو چې د سترګو عملیات یې کړي ویلي، چې له عملیاتو وروسته یې د سترګو لید بېرته ترلاسه کړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو د دغو ناروغانو د درملنې د بهیر په پای کې دغه راز له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې په کابل کې د سترګو د ناروغیو د درملنې لپاره یو معیاري روغتون جوړ کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس