معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / سعودي د غزې قربانیانو د کورنیو غړو ته د حج کولو بلنه ورکړې

سعودي د غزې قربانیانو د کورنیو غړو ته د حج کولو بلنه ورکړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سعودي عربستان دولتي رسنیو ویلي، چې سلمان بن عبدالعزیز غزه کې د مړه شویو، بندیانو او ټپیانو د کورنیو زرو غړو ته د حج فریضې ادا کولو بلنه ورکړې ده.

سعودي عربستان چې د اسلامي نړۍ د رهبرۍ حساب پرې کیږي، د اسراییلي بریدونو پر وړاندې یې محتاطانه دریځ د ډېری مسلمانانو له لوري له نیوکو سره مخ شوی دی.

په ټوله کې له سعودي عربستانه د اسلامي هېوادونو تمه دا ده چې د اسراییلو سیاسي او پوځي ملاتړي امریکا سره دې پر ستراتېژېکې ملګرتیا له سره کتنه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس