کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د حج عمرې یو شمېر غوښتونکي وايي، د دوی پاسپورټونه چې پر سټیکر لګول شوي، د حج د ثبت لپاره نه منل کیږي.
د دغو حج عمره غوښتونکو له ډلې څخه یو تن یې رسنیو ته ویلي، چې په سټیکر سره یې خپل پاسپورت نوی کړی، خو د ده په خبره له لګښت سره_سره دغه تمدید شوي پاسپورټونه د سعودي له لوري نه منل کیږي.
د حج او اوقافو یوه شرکت هم رسنیو ته ویلي، چې غوښتونکي کولای شي د سټیکر له نوي کولو پرته یوازې د اعتبار وړ پاسپورټونو سره چې موده ولري، نوم لیکنه وکړي.
شرکت زیاته کړې، دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې دا ستونزې به ژر حل شي.
تر اوسه په رسمي ډول د دغې ستونزې په اړه مسوولینو څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/