کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو ویلي، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پرون بشپړ شو.
د یاد وزارت په وینا، د حاجیانو د لېږد وروستۍ الوتنه له کندهار څخه وشوه، چې ۳۴۶ تنه په کې د حج مراسمو اداکولو په موخه جدې هوایي ډګر ته ولېږدول شول.
د یادونې وړ ده، چې سږ کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو سهمیه ۳۰زره وه، چې د هېواد له څلور زونونو څخه سعودي عربستان ته ولېږدول شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/