معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دوحې غونډې د جوړېدو په درشل کې د سرپرست حکومت پلاوي په قطر کې د سعودي عربستان له استازي سره کتلي.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند چې دوحه کې د افغان پلاوي مشري کوي، ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د رغنده خبرو ترڅنګ سعودي عربستان ویلي، چې ژر تر ژره به کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د مجاهد په وینا سعودي له افغانستان سره د ښه تعامل غوښتنه کړې، چې په مقابل کې یې افغان لوری هم سعودي عربستان ته د یوه مهم هېواد په سترګه ګوري.

سعودي د اوسني افغان حکومت تر بیا واکمنۍ لږه موده وروسته د ځینو مبهمو دلایلو له امله افغانستان کې خپل سفارت وتړه او په کې شته وسایل یې هم د لیلام له لارې وپلورل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس