کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته موثقو سرچینو ویلي، چې د سعودي سفارت په کابل کې خپل تړل شوی سفارت بیا فعال کړ.
د سرچینې په وینا یاد سفارت تېره ورځ بیا ځل خپلې چارې کابل کې پیل کړې.
دا سفارت د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې ظاهراً د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوی وه، خو د چارو باخبره سرچینو ویلي وو، چې سعودي له اوسني افغان حکومت سره پر یو شمېر مسایلو تر جنجال وروسته سفارت تړلی او د سفارت ټول وسایل یې لیلام کړي وو.
هېره دې نه وي چې کابل کې د سعودي ترڅنګ یو شمېر نور هېوادونو هم فعالې نمایندګۍ لري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/