معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سعودي کې یوې ټرافیکي پېښې د درې افغانانو ژوند اخیستی

سعودي کې یوې ټرافیکي پېښې د درې افغانانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د عربي رسنیو د خبر له مخې په سعودي عربستان کې یوې ترافیکي پېښې د درې افغانانو ژوند اخیستی دی.
یاد افغانان چې له قطر څخه د عمرې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ورغلي وو، قطر ته د بېرته ستنېدو پرمهال یې لاره کې موټر له ترافیکي پېښې سره مخ شوی او درې واړه په کې مړه شوي دي.
د دغو مړو شویو افغانانو جسدونه قطر ته لېږدول شوي او همالته یې د جنازې لمونځونه ادا شوي دي.
په قطر، سعودي عربستان او شاوخوا عربي هېوادونو کې په ګڼ شمېر افغانان د کار او مزدورۍ لپاره ورغلي او هلته مېشت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس