معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سمنګان کې د ډبرو سکرو کان کې دوه کان کیندونکي مړه او ۳۵ نور مسموم شوي

سمنګان کې د ډبرو سکرو کان کې دوه کان کیندونکي مړه او ۳۵ نور مسموم شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سمنګانو ځايي مسوولینو ويلي، چې د یاد ولایت د بر دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز له امله دوه کان کیندونکي مړه او ۳۵ نور مسموم شوي دي.
د دغه ولایت د بر دره صوف ولسوال ویلي، چې د یادې ولسوالۍ د مرک دهانه تور په نوم کان کې د کاربن مونو کساید ګاز د خپرېدو له کبله دوه کان کیندونکي مړه او ۳۵ نور مسموم شوي دي.
هغه زیاته کړه چې مسموم شوي کسان د درملنې په موخه د دغه ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس