کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د سوداګریزو بانکونو او د بانکونو ټولنې له استازو سره د مالي خدمتونو د پراختیا په تړاو غونډه کې ویلي، چې په سوداګریزو بانکونو کې به د مشتریانو پر امانتونو محدودیتونه راکم او د نویو حسابونو پرانیستلو کې به اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي دغه راز هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ ترویج مهم بللی او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې غوښتي، چې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/