معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / سوداګریز پرېکون؛ د ويښ ضمير او اسلامي ورورګلوۍ مهمه غوښتنه!

سوداګریز پرېکون؛ د ويښ ضمير او اسلامي ورورګلوۍ مهمه غوښتنه!

نړیوال رسنیز رپوټونه “د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې خیریه ټولنې” له قوله خبر ورکوي چې د یادې ټولنې په اټکل پر غزه باندې د اسرائیلو د برید له پیل څخه تر اوسه شاوخوا ۲۱ زره ماشومان ورک دي او زیاتوي چې د جګړې او ګډوډۍ پر مهال، په تېره بیا پر “رفح” د اسرائیلو تر برید وروسته، د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو د وروستۍ لړۍ په ترڅ کې ډېر کسان له خپلو کورنیو جلا شوي دي او ورک دي.

داسې اټکل هم کېږي چې ښایي ډېر کسان د غزې په تړانګه کې تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي او ډېر مړي په نامعلومو قبرونو کې ښخ کړای شوي وي.

د غزې په تړانګه کې د ځایي حکومت د عامې روغتیا وزارت هم وایي چې په نژدې ۳۸ زره وژل شویو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۴ زره یې ماشومان، ښځې او د ډېر عمر درلودونکي کسان دي.

دا چې د ماشومانو د ژغورنې د نړیوال سازمان له اړخه وړاندې شوي او خپاره شوي رپوټونه او شمېرې څومره کره دي، ځان ته جلا بحث دی خو د نړۍ د آزادو خبري سرچینو په وینا د غزې په وروستۍ غمېزه کې د انساني تلفاتو او په تېره بیا ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه ده او په ټوله کې دا غمېزه تر دې ډېره ستره ده چې اټکل او تصور یې کېږي.

بل لوري ته د غاصبو او وحشي اسرائیلي پوځونو له خوا د فلسطیني مظلومو وګړو او په تېره بیا د ښځو او ماشومانو دا ټول وژنه پداسې حال کې روانه ده چې د لویدیځو رسنیو په اصطلاح آزاده او متمدنه !! نړۍ او په سر کې یې هم امریکا، په خپل ټول استعماري ځواک سره اوس هم د اسرائیلو د غاصب او وحشي رژیم تر شاه ولاړه ده او د دغه عامه وژنې او د یوویشتمې پېړۍ د ستر بشري جنایت ملاتړ کوي.

تر دې ور ها خوا بله غمېزه دا ده چې د وحشي اسرائیلو د دې بشري جنایت په وړاندې زمونږ ګڼ اسلامي او عربي ملکونه پټه خوله ناست دي او لا اوس هم له اسرائیلو سره خپلې ډیپلوماټیکي او سوداګریزې اړیکې پالي.

یقیني خبره ده چې که د غزې ولس وروستی پاڅون نه وای پیل شوی، نو اوس به مو د سعودي عربستان په ګډون ډېر اسلامي او عربي ملکونه کتلي وای چې د غاصبو اسرائیلو واکمني یې په رسمیت پېژندلې وای او له دغه یرغلګر رژیم سره یې ډیپلوماټیکي اړیکې پیل کړې وای.

په هر ترتیب، نن د نورو ګڼو لارو چارو تر څنګ چې باید له یرغلګرو اسرائیلو څخه د مظلومو فلسطیني مسلمانانو غچ پرې واخیستل شي، د نړۍ د ټولو مسلمانانو له خوا د اسرائیلي او یهودي سوداګریزو توکو سره پرېکون او مقاطعه ده ترڅو د کم تر کمه د دغه غاصب او انسان وژونکي رژیم د جنایاتو په وړاندې یې د مسلمانانو یو آواز او غبرګون ښودلی وي.

که څه هم دغه کار شاید ډېرو مسلمانانو ته د پام وړ او د اسرائیلي جنایتونو د کره ځواب په توګه اهمیت و نه لري خو که چېرې همدا پرېکون او مقاطعه د یوه منظم پلان او یوه هر اړخیز ګام په توګه د ولسونو له خوا ترسره شي، د اسرائیلي یرغلګرو جنګي ماشین ته لوی زیان رسولای شي او که چېرې دغه ګام ته د نړۍ د مسلمانانو د یوې نړیوالې دیني او ټولیزې فریضي په سترګه وکتل شي، یقیني خبره ده چې د وحشي اسرائیلو جنګي ماشین ته نه جبرانېدونکی زیان ور اړولای شي.

په تېرو یو دوه اونیو کې د افغانستان د مسلمان ولس یو شمېر وېښو او با احساسه ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې دا ډول یو کمپاین پیل کړی دی او د مسلمان ولس له خوا ښه استقبال شوی هم دی، خو پر دې سربېره د دې کار او دغه ګام د لا ښه تنظیم او سمون لپاره باید ولس ټول سره یولاس او یوه خوله شي او تر ټولو اړینه دا ده چې پدې لار کې لومړی په خلکو کې عامه پوهاوی را مینځ ته شي او خلک د دې ګام په موخو او پایلو باندې پوه کړای شي.

دا هم باید هېر نه کړو چې زمونږ پر عام ولس سربېره، د ملي سوداګرو او پلورونکو مرسته هم پدې لار کې اړینه ده ترڅو د خپلو مسلمانو او مظلومو فلسطیني وروڼو تر څنګ ودرېږي او د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د ترپښو لاندې کولو غچ، د اسرائیلي او یهودي سوداګریزو توکو سره د پرېکون له لارې واخلي.

یقیني خبره ده چې که دا کار د یوه منظم پلان او یوه اسلامي احساس له لارې ترسره شي او داسې وګڼل شي چې د اسرائیلي توکو اخیستل او له دغه رژیم سره سوداګریزې اړیکې ساتل، د مظلومو فلسطیني ماشومانو په عامه وژنه کې ونډه اخیستل دي او په آخرت کې به یې ځواب غوښتل کېږي، لیرې نده چې د وحشي اسرائیلو جنګي ماشین په ټپه ودرېږي او که بله هېڅ پایله هم ونلري کم تر کمه مونږ به د یوه مسلمان په توګه خپله دنده ترسره کړې وي او د فلسطیني ماشومانو په وینو به مو لاسونه، نه وي سره کړي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس