معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت د هوايي دهلېز له لارې هېواد ته د صادراتو کچه لوړوي

سوداګرۍ وزارت د هوايي دهلېز له لارې هېواد ته د صادراتو کچه لوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، هوايي دهلېزونه د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم دي او د سوداګرۍ د لا پراختیا او اسانتیا لپاره به هوايي دهلېزونو ته وده ورکړي.
د دغه وزارت سرپرست وايي، د افغانستان د نساجي په صنایعو کې د پانګونې او بیا رغونې له لارې به نه یوازې پرځان بساینې ته لاره هواره کړي، بلکې په دې لارې به هېواد کې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړی وايي، دامهال افغانستان په ۵۲ سکټورنو کې پر ځان بساینې او په ۱۵ نورو سکټورونو کې نیمه ځان بساینې ته بیا نږدې شوی دی.
د نوموړي په خبره ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله ډېر شوي او دغه وزارت په هېواد کې د بیو د راټیټولو او کنټرول لپاره له هر ډول امکاناتو کار اخلي.
اوس مهال د ځمکې او هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان غالۍ، زعفران، پوستکي، تازه او وچه مېوه بهر ته صادریږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس