معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت وایي، د کورنیو تولیداتو کېفیت باید لوړ شي

سوداګرۍ وزارت وایي، د کورنیو تولیداتو کېفیت باید لوړ شي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون په وروستۍ ورځ په کور دننه د صنعتي تولیداتو د کېفیت پر ښه کېدو او په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر اړتیا ټینګار وشو.
د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي، چې د ټيټ کېفیته توکو د تولید د مخنیوي لپاره یې معلوماتي بانک جوړ کړی دی.
په ورته مهال د اقتصاد وزارت سرپرست له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره پانګونه وکړي.
د صنعت اونۍ په دې نندارتون کې۶ سوه صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د دغه نندارتون د سمبالوونکو په وینا، له دغه نندارتونه ۱۶۰ زره کسانو لیدنه کړې چې ۴۰ سلنه یې ښځینه وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس