معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت وایي، له منځنۍ آسیا سره اقتصادي اړیکې پراخوو

سوداګرۍ وزارت وایي، له منځنۍ آسیا سره اقتصادي اړیکې پراخوو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، سږ کال به د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅې زیاتې کړي.
د چارواکو په وینا په دغو هېوادونو کې ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان شامل دي، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراخولو ته لېواله دي.
په دې وروستیو کې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر کابل ته سفر کړی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وايي، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د درې میلیارد ډالرو په لوړولو، د ترانسپورتي زېربناوو د جوړولو، د اورګاډي پټلۍ، سیمه ییز اتصال او د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي، د افغانستان او د سیمې د هېوادونو پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس