معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوریه کې د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه

سوریه کې د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې خلکو د دوشنبې په ورځ له ټاکلي وخت سره سم د ولسي جرګې د نویو غړو لپاره رایه اچونه پیل کړه.

د خبر پر بنسټ ځایي خلکو ویلي، چې دا ټاکنې به د سیاسي او اقتصادي بدلونونو لامل شي او له اوږدې جګړې وروسته به د هېواد په بیارغونه کې مرسته وکړي.

سوریه په تیرو څو کلونو کې د جګړو له امله سخته اغېزمنه شوې ده او دغه راز د لوېدیځ د یو لړ بندیزونو له امله دغه هېواد اوس مهال ډېر منزوي شوی دی، چې دې چارې د سوریې اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی.

په سوریه کې له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې وروسته د دغه هېواد د حکومت د سوریې یو شمېر برخې له لاسه ووتلې او اوس مهال د سوریې په شمال لویدیځ ادلیب ولایت کې د ۲۰۲۰ کال اوربند د جګړې شدت کم کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس