معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سور صلیب وایي، افغانستان له سختو بشري ستونزو سره مخ دی

سور صلیب وایي، افغانستان له سختو بشري ستونزو سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۴ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېتې د افغانستان څانګې د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې افغانستان دا مهال له سختو بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

د راپور پر بنسټ، د سره صلیب نړیوالې کمېتې د استازولۍ مشره کاترینا ریځ ويلي، په پیل شوي ۲۰۲۴م کال کې به د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره یوځای د بې وزلو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو ویلي دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به هم ۱۵ میلیونه ۷ لکه افغانان کافي خواړه ونه لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس