معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سور صلیب وایي، هره میاشت ۱۳ زره افغان معلولینو ته خدمات وړاندې کوي

سور صلیب وایي، هره میاشت ۱۳ زره افغان معلولینو ته خدمات وړاندې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ويلي، چې دوی هره میاشت زرګونو معلولیت لرونکو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند ويلي، د سره صلیب کمېټه په ټول افغانستان کې د معلولینو د توانمندۍ اووه مرکزونه لري، چې په اوسط ډول هره میاشت ۱۳ زره معلولیت لرونکو کسانو ته د توانمندۍ خدمات وړاندې کوي.
مسوولین وايي، په یادو اوو مرکزونو کې تېر کال څه باندې ۲ لکه کسان له دغو خدماتو برخمن شوي دي.
په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او نورو ناخوالو له امله هېواد کې په میلیونونو افغانان معلول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس