معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / سوډان کې تر لس ورځني شدید جنګ وروسته درې ورځنی اوربند شوی

سوډان کې تر لس ورځني شدید جنګ وروسته درې ورځنی اوربند شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي۵ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې په سوډان کې د جګړې دواړو لورو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند چې درې ورځې کیږي، هوکړه کړې.
نړیوالو آژانسونو ویلي، چې دغه اوربند د امریکا او سعودي عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې راهیسې نافذ شوی دی.
فرانس پرېس آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د یوې اعلامیې په استناد د دغه اوربند خبر ورکړی دی.
تېره اونۍ هم د جګړې ښکېلو جنرالانو ۲۴ ساعته اوربند منلی و، خو سم لاسي اوربند مات او دواړو لورو یو بل په سرغړونه تورنول، چې وروسته بیا د اختر په ورځو کې هم شدیدې نښتې ترسره شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس