معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سویس کې د اماني صندوق ګټه ۴۴۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې

سویس کې د اماني صندوق ګټه ۴۴۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړي شاه محمد محرابي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د دغه صندوق له جوړېدو وروسته د هغه ګټه ۴۴۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

 نوموړي ویلي دغه صندوق د اسعارو د بیې تثبیت، د بیو د کچو کنټرول او هېواد کې د مالي ثبات د ساتلو لپاره جوړ شوی دی.

د افغانستان وجهي صندوق د ۲۰۲۲ کال سپټمبر میاشت په سویس کې د امریکا له خوا د دغه هېواد د ۳٫۵ میلیارد ډالره شتمنیو د ساتلو په موخه جوړ شو.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي، تر اوسه د وجهي صندوق له شتمنیو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار نه‌ دی اخیستل شوی او اړتیا ده، په داسې حالت کې چې افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې دومره ثبات نه‌ لري، د مالي ثبات د ساتلو لپاره ورڅخه ګټه واخیستل شي.

بل لور اقتصاد وزارت یو ځل بیا له امریکا او اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان شتمنۍ له قید او شرط پرته آزادې کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس