معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سږني کانکور کې د فراه ولایت اوسېدونکي محمود لومړی مقام خپل کړی

سږني کانکور کې د فراه ولایت اوسېدونکي محمود لومړی مقام خپل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازموینې ملي ادارې نن د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور پایلې اعلان کړې، چې په کې د سږ کال د کانکور عمومي اول نمره د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د عبدالجمیل زوی و.
د خبر پر بنسټ نوموړي د ۳۵۹.۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره عمومي اول نمره اعلان شوی دی.
محمود د کابل ابوعلي سینا طبي پوهنتون عمومي څانګې ته بریالی شوی دی.
دغو مراسمو کې د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال ویلي وو، چې سږ کال د کانکور ازموینې هېڅ ګډونوال ناکام او یا هم بې پایلې شوی نه دی.
د ده په خبره ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځيو کې جذب شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۲کال د کانکور ازموینه د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۹مه پیل شوه، چې د وږي په درېیمه پای ته ورسېده. په دغه ازموینه کې ۹۵ زره هلکانو ګډون کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس