معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سږکال طبیعي پېښو له زرو څخه د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی

سږکال طبیعي پېښو له زرو څخه د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي، سږ کال د طبیعي پېښو له امله په ټول هېواد کې له زرو ډېر کسان مړه شوي او تر ۲ زرو ډېر نور یې ژوبل کړي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین زیاتوي، اوس‌ مهال د هېواد ۲۲ ولایتونه د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي.
د دغه وزارت د ګواښونو د کمېدو رییس ملا جانان سایق په کابل کې د طبیعي پېښو د ګواښونو کمښت پروژې د لاسته راوړنو ملي سیمینار په څنډه کې ویلي، د روان هجري لمریز کال د ورښتونو په ترڅ کې نږدې ۱۱ زره کورونه ویجاړ شوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت یو شمېر هغو کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، ځمکې او کورونه هم وېشلې دي.
دغه کال د کم ساري سوړ ژمي له امله د واورو ښویېدنې، ډېرې یخنۍ، سېلابونو او د چتونو پرېوتو له امله د انسانانو ترڅنګ په زرګونه څاروي هم تلف شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس